غزه د فلسطین خاوره ده او بل څوک یې د برخلیک په اړه پرېکړه نه شي کولی

غزه د فلسطین خاوره ده او بل څوک یې د برخلیک په اړه پرېکړه نه شي کولی سیاست
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د فلسطینیانو د بې ځایه کولو او نور هېوادونو کې د هغوی مېشتول له نړېوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې.

 بهرنیو چارو وزارت د غزې په اړه د ټرمپ څرګندنو ته په غبرګون کې ویلي، غزه د فلسطین خاوره ده او بل هیڅوک د هغوی د برخلیک په اړه پرېکړه نه شي کولی.

 یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا ډول پلانونه نه یوازې دا چې د صهیونیستي رژیم شومو موخو استازیتوب کوي، بلکې د مسلمانانو د کرکې پارونې او د سیمې د کړکېچ د زیاتوالي لامل کېږي.

 خبرپاڼه کې اسلامي امارت له نړېوالو با اثره هېوادونو او عدالت پلویانو غوښتي، چې د دې ډول پلانونو او توطیو پر وړاندې یو واحد، عملي او پر وخت دریځ ونیسي.

 د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته حماس، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو، مصر او اردن هم توند غبرګونونه ښودلي دي.

تړلي موضوعات