امریکا له سوریې څخه د ځواکونو وتلو ته چمتووالی نیسي

امریکا له سوریې څخه د ځواکونو وتلو ته چمتووالی نیسي نړۍ
سوریه کې مېشت امریکایي ځواکونه

اېن بي سي نیوز ته د امریکا دفاعي ځواک کې دوو سرچېنو پرون سه شنبه ویلي، د امریکا دفاع وزارت له سوریې څخه د ټولو ځواکونو وتلو ته چمتووالی نیسي.

 راپور کې د سرچېنو له قوله ویل شوي ، ټرمپ او ده ته نږدې چارواکو په دې وروستیو کې له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته لېوالتیا ښودلې او دا د دې لامل شوې چې پنټاګون تر راتلونکو دریو میاشتو کې به د ځواکونو وتلو ته پلان جوړ کړي.

 په راپور کې د دغو سرچېنو هویت نه دی ذکر شوی، خو ویلي دي امریکا له سوریې د ټولو ځواکونو د اېستلو په لټه کې ده.

تړلي موضوعات