د راتلونکي کال د حج خدمتونو وړاندې کولو تړون یوه بهرني شرکت سره لاسلیک شو
د ارشاد، حج او وقافو وزارت د راتلونکي کال د حج خدماتو وړاندې کولو تړون د سویلي اسیا یوه عربي شرکت سره لاسلیک کړ.
یاد وزارت ویلي، دغه تړون حج او اوقافو وزارت د باصلاحیته پلاوي او د سعودي عربستان په مکي معظمې ښار کې له سویلي اسیا «ضیوف البیت» شرکت ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د دې تړون له مخې قراردادي شرکت مکلف دی چې د افغان حاجیانو لپاره په مقدسو مشاعرو کې ټول اړین خدمات په ښه کیفیت وړاندې کړي.
دغه شرکت په منیٰ، عرفات او مزدلفه کې دخدماتو د وړاندې کولو په برخه کې اوږده تجربه لري.