جبرائیل عمر مړېنه؛ اسلامي امارت ژوره خواشیني پرې وښوده
نن ورځ افغانستان کې اوسېدونکی اسټرالیايي استاد ټیموټي وېکس چې اوسنی نوم یې جبرائیل عمر و د سرطان ناروغۍ له کبله ومړ.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت د جبرائیل عمر په مړینه ژوره خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، چې استاد عمر د سرطان وژونکې ناروغۍ څخه کړېده، چې نن خپل هستوګن ځای کې وفات شو.
کورنیو چارو وزارت یې په اړه ویلي، چې هغه په تېرو کلونو کې لومړی د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا نیول شوی و، وروسته بیا د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې له زندان څخه خوشې شو، بیا په خپله خوښه او رغبت سره د اسلام په مقدس دین مشرف شو او خپل نوم یې له ټیموټي وېکس څخه جبرائیل عمر ته تغیر کړ.
وزارت زیاته کړې، چې جبرائیل عمر په کابل کې د انګليسي ژبې د استاد په توګه یې دنده ترسره کوله، هغه د افغانستان او اسلامي امارت سره زیاته مینه درلوده او په همدې اساس یې په کابل کې اوسېدل غوره ګڼل.
کورنیو چارو وزارت تسلیت پیغام کې مرحوم ته د مغفرت او جنة الفردوس نصیب کېدو دعا کړې او دوستانو او متعلقینو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.