د حج فریضې اداکولو لپاره نوم لېکنه پيل شوه

د حج فریضې اداکولو لپاره نوم لېکنه پيل شوه اسلام او کلتور
د حج لپاره د نوم لیکنې پیل

د حج او اوقافو وزارت وایي، نن شنبه د جدې په ۲۹ مه د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د حج لپاره نوم لېکنه پيل شوه.

 

د حج اوقافو وزارت همداراز ویلي، هغه کسان چې مخکې یې د حج فریضه اداء کړې د نفلي حج چانس نه لري.

 

ټاکل شوې له افغانستان څخه ۳۰ زره حاجیان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.

تړلي موضوعات