له پنجشېر څخه سږ کال ۲۰۰ مټریک ټنه چهارمغز را ټول شوي
د پنجشېر اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، سږ کال د پنجشېر ولایت پر ۲۱۵ جریبه کرل شوې ځمکې څخه ۲۰۰ ټنه د چهارمغز حاصلات را ټول شوي دي.
مسؤلینو ویلي، د پنجشېر غرنۍ جغرافیه او شګلنه خاوره د چهارمغزو د ونو ودې ته مناسبه ده.
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلینو ویلي، د حاصلاتو دغه زیاتوالي اصلي لاملونه پاکه اب هوا او له بزګرو څخه د مسؤلینو ملاتړ دی.