د شهید هنیه د جنازې لمونځ قطر کې ادا شو
د حماس سیاسي دفتر مخکیني مشر اسماعیل هنیه د جنازې لمونځ نن جمعه د زمري په ۱۲مه نېټه د قطر پلازمینې دوحه کې د محمدبن عبدالوهاب جومات کې ادا شو.
اسماعیل هنیه به د لوسیل سیمه کې د بنسټ ايښودونکي هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.
د شهید هنیه د جنازې مراسمو کې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد او د ګڼو هېوادونو چارواکو ګډون کړی وو.
اسماعیل هنیه دوه ورځې وړاندې د ایران په تهران ښار کې په شهادت ورسېد.