کندهار کې د احمد شا بابا د کور بیارغونې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې
د کندهار د اطلاعاتو کلتور ریاست خبر ورکوي، چې دې ولایت کې د لوی احمدشاه بابا د کور بیارغونې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې.
د یاد ریاست رئیس مولوي انعام الله سمنګاني تېره ورځ د دغه تاریخې ابدې د رغونې چارې له نږدې کتلې او په ښه ډول د چارو ترسراوي او ساتنې په موخه یې یو شمېر لازمې سپارښتنې هم کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې د لوی احمدشاه بابا د کور بیارغونې چارې څه موده وړاندې د کندهار د اطلاعاتو کلتور ریاست له لوري پیل شوې، چې ټاکل شوې تر راتلونکو درېیو میاشتو به بشپړې شي.