امیرالمؤمنین د لمانځه په اړه څلور ماديیز فرمان صادر کړ
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ټولو دولتي ادارو کې په جماعت د لمونځ ادا کولو ټینګار په اړه څلور مادييز فرمان صادر کړ.
د دې فرمان له مخې، ټولو دولتي ادارو کارمندان او منسوبین مکلف دي چې په جماعت سره لمونځ ادا کړي.
عالیقدر امیرالمؤمنین همدا راز خپل فرمان کې ویلي، هغه کسان چې د شرعي عذر نه بغیر د جماعت لمونځ پرېږدي، باید لومړی توصیه شي، که دغه عمل بیا تکرار شي، د ادارې رئیس ته صلاحیت ورکړل شوی چې د شرعي اصولو له مخې یې مجازات کړي.