پکتیا کې پر قاتل د قصاص الهي حکم تطبیق شو!

پکتیا کې پر قاتل د قصاص الهي حکم تطبیق شو! اسلام او کلتور

پکتیا کې د حریت نیوز خبریال وايي، چې دا قصاص نن ماسپښین د زرګونو هېوادوالو په شتون کې په یو تن قاتل باندې تطبیق شو، چې اسلامي امارت قضايي ارګانونو پرې د قصاص کېدو حکم فیصله کړې وه.

د حریت خبریال زیاتوي، چې دې صحنې لیدو ته زرګونه عام خلک، علماء، مسؤلینو او مجاهدین راغلي وو.

سترې محکمې ویلي، چې قاتل محمد ایاز (اسد) د حکیم خان زوی او د پکتیا ولایت میرزکې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و، چې د کلاشینکوف پواسطه یې حبيب الله د ظريف خان زوی په قتل رسولی و.

ستره محکمه زیاتوي، چې یاده موضوع د اسلامي امارت د سترې محکمې اړوند درې ګونو نظامي محاکمو ( ابتدائي، مرافعې او تمیز ) لخوا په خورا دقیق او مکرر ډول و څېړل شوه چې په پایله کې پرې د قصاص حکم صادر او تائید شو، چې وروسته دغه حکم د اسلامي امارت زعيم عالیقدر امیرالمؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله حضور ته د تائید لپاره وړاندې شو.

د محکمې په خبره، چې د قصاص تطبیق دې راټولېدنې ته د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني او د سترې محکمې نظامي مرستیال په ګډون ګڼ چارواکي ورغلي وو.

د قصاص دې صحنه کې مسؤلینو وویل، چې الهي حکمونو تطبیق د ټول انسانیت لپاره خیر ده.

مسؤلینو زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت اسلامي شریعت ته ژمن دی او دا الهي حکمونه به په هر کس تطبیق کړي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته دا څویم قصاص دی، چې پر قاتلینو د اسلامي امارت قضايي ارګانونو له لوري تطبیق کېږي، چې د عامو خلکو تاوده هرکلي سره مخ شوي.

تړلي موضوعات