د جاپان سفیر: غواړي توکیو کې د افغان کلتوري میراثونو نړیوال کنفرانس جوړ کړي

د جاپان سفیر: غواړي توکیو کې د افغان کلتوري میراثونو نړیوال کنفرانس جوړ کړي اسلام او کلتور
د جاپان سفیر د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي سره کتنه کې

د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا د دغه هېواد پلازمېنه توکیو ښار کې د افغان کلتوري میراثونو لپاره د یو نړیوال کنفرانس جوړېدو خبر ورکړی.

د اطلاعاتو کلتور وزارت خبر ورکړی، چې د جاپان سفیر د دغه وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي سره کتنه کې ویلي، چې غواړي په توکيو ښار کې د افغانستان د فرهنګي ميراثونو په اړه نړيوال کنفرانس جوړ کړي، څو د افغانستان د فرهنګي ميراثونو ساتنې او بيارغونې ته د نړۍ پام راواړوي.

کورومیا ټینګار کړی، چې جاپان کلتوري مسایل له سیاست سره نه تړي او په هر حالت کې یې ملاتړ کوي.

له بل لوري بیا کتنه کې ښاغلي عزيزي د جاپان او افغانستان تاريخي او فرهنګي اړيکې نه هېرېدونکي بللې او د تاريخي ابداتو د بيارغونې په برخه کې يې د جاپان او افغانستان ترمنځ د لا زياتو همکاريو پر اړتيا ټينګار وکړ.

تړلي موضوعات