«شهد د ژور خپګان او نورو رواني ناروغيو په درملنه کې اغېزمن دي»

«شهد د ژور خپګان او نورو رواني ناروغيو په درملنه کې اغېزمن دي» روغتیا
د شهدو ګټې څه دي؟

روسۍ غذاپوهې ډاکټرې ماريانا ګوتووا څرګنده کړې ده، چې شهد (عسل) ښايي د ژور خپګان او دې په څېر نورو رواني ناروغيو په درملنه کې مثبت اغېز ولري.

هغې زياته کړې ده، چې د شهدو ګټې له پخوا زمانې پېژندل شوې دي، چې يوه په کې د رواني ناروغيو د درملنې لپاره هم د شهدو د کارونې شونتيا ده.

د «آر ټي» له راپور سره سم دې روسۍ ډاکټرې ويلي چې په شهدو کې شته غزايي توکي چې يو په کې پوليفينول «Polyphenol» دی؛ په رواني روغتيا مثبت اغېز لري او له يوې څېړنې سره سم شهد د ژور خپګان او نورو رواني نارغيو په حالاتو کې د درملو په څېر کار ورکوي.

د ډاکټرې له وينا سره سم شهد وقايوي او د دماغو اراموونکې ځانګړتياوې هم لري، ځکه چې پوليفينول ماده د بېلا بېلو عصبي ګډوډيو په مخنيوي کې مهم رول لري چې ژور خپګان، الزهايمر او پارکېنسن «Parkinsons» په کې شامل دي.

د هغې په اند دا ښايي له دې سره تړاو ولري چې شهد د سټرس او فشار ضد ځانګړتياوې او دماغو کې د «سيروتونين» هرمون د کچې لوړولو توانايي لري.

ډاکټرې ماريانا په پای کې ويلي، چې سره له دې چې دغه پايلې هڅوونکې دي، خو په دې اړه بايد لا ډېرې څېړنې وشي څو په ښه توګه د ناروغانو په روان د مثبتو اغېز تر شا د پټو اصلي مېکانېزمونو معلومات وشي.

تړلي موضوعات