پرېشاني او ژور خپګان... نوې څېړنه په ځوانانو د ځيرکو موبايلونو ناوړه اغېزې ښيي

پرېشاني او ژور خپګان... نوې څېړنه په ځوانانو د ځيرکو موبايلونو ناوړه اغېزې ښيي روغتیا
ډیزان شوی انځور| حریت

يوې بريتانوۍ څېړنې ښودلې ده، چې د ځيرکو موبايلونو په کارونه د روږدتيا او د نويو ځوانانو د رواني روغتيا د ګواښونو لکه پرېشاني، ژور خپګان او بې خوبۍ ترمنځ تړاو شته دی.

د انګلستان په کېنګز کالج فاکولته کې د څلورو اوونيو په اوږدو کې دوه څېړنې ترسره شوې، چې په يوه کې يې د ۱۶ او ۱۸ کلونو ترمنځ په ۶۵۷ نويو ځوانانو او په بله کې يې د ۱۳ او ۱۶ کلونو ترمنځ په ۶۹ کوچنيانو ازموينه وشوه.

د لندن د کېنګز کالج يوه ډاکټر «نيکولا کالک» چې د ازموينې ګډونوال و؛ د څېړنې د پايلو په اړه وويل: «د ځيرکو موبايلونو ستونزمن کارول هغه اصطلاح ده، چې څېړونکي پرې د ځيرکو موبايلونو د کارونې طريقه په ګوته کوي، چې د تشابه په ځينو وجهو کې له هغې طريقې سره ورته ده، چې نور خلک په کې د جوارګرۍ په څېر شيانو باندې له روږدتيا غږېږي».

هغه زياته کړه: «په کارونه باندې کنټرول له لاسه ورکول او په ژوند کې ځيرک موبايلونه يو لومړيتوب ګرځول؛ داسې چې خلک د دې کار له منفي ټکو ښه خبر هم دي خو بيا هم د نورو ارزښتمنو فعاليتونو او خوب په ځای د ځيرک موبايل په کارولو وخت تېر کړي».

څېړونکي څرګندوي چې د يو چا له لوري د سکرين مخې ته د وخت تېرولو او د ځيرک موبايل له حده ډېر کارولو ترمنځ توپير شته دی.

د هغوی په اند د ځيرک موبايل دا له حده ډېر کارول به ښايي په لږو نويو ځوانانو اغېز کوي، خو هغه خلک چې له دې کړېږي؛ د رواني روغتيا له لويو ستونزو سره مخ دي.

کالک دې ته اشاره کړې، چې «کومو کسانو چې د ځيرک موبايل له ستونزمنې کارونې خبر ورکړی و، هغوی دوه برابره د پرېشانۍ او درې برابره د ژور خپګان له ګواښ سره مخ وو».

څېړونکو ټينګار کړی چې د ډېر عمر نوي ځوانان چې د سکرينونو مخ ته کوم وخت تېروي؛ له پرېشانۍ او ژور خپګان سره کوم تړاو نه لري، خو له بې خوبۍ سره يې اړيکه شته ده.

څېړنې وړاندوينه کړې ده چې يوه ورځ به ډاکټران په دې د اعتراف لپاره د پام وړ دلايل ولري، چې د ځيرک موبايل ستونزمنه کارونه د روږدتيا يو ډول دی.

ډاکټر کالک ټولو مېندو او پلرونو ته توصيه کوي چې د نوې ځوانۍ په عمر کې د ځيرکو موبايلونو کارونې د کمولو په پار له خپلو کوچنيانو سره کښېني؛ ستونزه ورسره وچېړي او د صحي کارونې عادات په کې پياوړي کړي.

تړلي موضوعات