پلاستيکي بوتلونه له شکر سره څه تړاو لري؟

پلاستيکي بوتلونه له شکر سره څه تړاو لري؟ روغتیا
ډیزاین شوی انځور| حریت

يوې نوې څېړنې هغه پرېکنده دلايل په ګوته کړي دي، چې د پلاستيکي بوتلونو د يوه مهم مرکب او د دويم ډول شکرې تر منځ تړاو څرګندوي.

دغه څېړنه چې په «Journal Diabetes» مجله کې خپره شوې ده څرګندوي چې بيسفينول ای « Bisphenol A» کيمياوي ماده چې د اوبو په ګډون د خوراک او څښاک د پلاستيکي لوښو يو مهم جز دی؛ ښایي له انسولين سره د بدن حساسيت وځنډوي. انسولين په بدن کې د شکرې د کابو کولو دنده ترسره کوي.

څېړونکو ويلي دي چې د دې څېړنې پايلې به د امريکا د شکرې ټولنې «American Diabetes Association» د ۲۰۲۴م کال په علمي ناستو کې اعلان شي. خو هغوی د امريکايي ټولنې د ساتنې ادارې «US Environmental Protection Agency» نه غوښتي دي، چې د اوبو او خوړو په پلاستيکي لوښو کې د بيسفينول ای مادې کارولو ته يو خوندي حد وټاکي او له هغه ډېر و نه کارول شي. 

وړاندې نورو څېړنو ښودلې وه چې په پلاستيکي لوښو کې د بيسفينول ای « Bisphenol A» کيمياوي ماده له دې امله په پراخه کچه کارول کېږي چې سرېښناک، مقاوم او نه له منځه تلونکې ځانګړتياوې لري، خو انسان ته ښايي هرموني خللونه راپيدا کړي. خو پخوانيو څېړنو په دقيق ډول دې ته اشاره نه وه کړې چې ياده ماده په شکره د انسان د اخته کېدو لامل ګرځي.

د کالفورنیا پوليتکنيک سټيټ يونيورسټي څېړونکو په خپله يوه خبرپاڼه کې ټينګار کړی، چې نوې څېړنه د دې لومړی دليل دی چې بيسفينول ای « Bisphenol A» کيمياوي ماده په دويم ډول شکره د انسان د اخته کېدو ګواښ زياتوي.

څېړونکو په دې څېړنه کې په ۴۰ تنو رمټو بالغانو ازموينه وکړه؛ داسې چې ځينو ته يې وهمي درمل ورکړل او نورو ته يې يوه ځانګړې اندازه بيسفينول ای « Bisphenol A» وروڅښل، د «US Environmental Protection Agency» له راپور سره سم په لومړيو کې دغه اندازه بيسفينول ای خوندي وبلل شو، خو د څلورو ورځو په تېرېدو څرګنده شوه چې کومو خلکو چې دغه ماده څښلې وه؛ انسولين ته د هغو ځواب د نورو هغو په نسبت کم و چې دا ماده يې څښلې نه وه.

څېړنه کې په دې هم ټينګار شوی دی، چې د پلاستيکي لوښو په ځای د نورو لوښو کارول لکه له ښيښې يا بل داسې توکي جوړ وي چې بيسفينول ای په کې نه وي کارول شوي؛ په شکره د اخته کېدو د ګواښ په کمېدو کې ونډه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په لر او بر کې پلاستيکي لوښي نن سبا يوه ورځينۍ اړتيا ګرځېدلې ده او سره له دې چې په دې سربېره نور زيانونه هم لري؛ د مخنيوي لپاره يې هڅې د نشت برابر دي.

تړلي موضوعات