ډېره ناسته مو ژوند ګواښي
په وروستيو لسيزو کې د تکنالوژۍ پرمختګ د دې لامل شوی، چې خوځښت ته د انسان اړتيا کمه شي. د نړۍ ډېری اوسېدونکي يا د کمپيوټر او تلويزيون د سکرين مخې ته او يا د کوم بل شي لپاره د ورځې په اوږدو کې د ډېر وخت لپاره ناست وي.
دا چې د انسان بدن خوځښت ته اړتيا لري؛ نو روښانه ده چې ټوله دغه ناسته روغتيا ته زيان لري، د «کالفورنيا» پوهنتون يوې نوې څېړنې په همدې ټينګار کړی دی او له اندازې ډېره ناسته يې د انسان لپاره وژونکې بللې ده.
په دې څېړنه کې له «۵۸۵۶» ښځينه ګډونوالو چې عمرونه يې د ۶۳ او ۹۹ کلونو ترمنځ وو؛ غوښتنه شوې وه، چې د څېړنې په پيل کې د يوې اوونۍ لپاره د فعاليت څارنې ځانګړی سيستم واغوندي، څېړونکو بيا د يوې لسيزې لپاره هغوی وڅارلې او په دې موده کې «۱۷۳۳» ګډونوالې مړې شوې.
څېړونکو د دې لپاره چې د فعاليت د څارنې په موده کې هغه اندازه وخت معلوم کړي چې ګډونوالو مېرمنو په ناسته تېر کړی و؛ مصنوعي ځيرکتيا وکاروله او بيا يې د مړينې له ګواښ سره تړاو ورکړ.
موندنو وښوده چې کومو ګډونوالو چې په ورځنۍ توګه له ۱۱ د ډېرو ساعتونو لپاره د ناستې عادت درلود؛ د هغو په نسبت يې د مړينې ګواښ ۵۷ سلنه ډېر و چې د ورځې يې له ۹ نيمو ساعتونو د کمې ناستې عادت درلود.
څېړونکو دې ته اشاره کړې ده چې په منظم ډول تمرين کول هغه روغتيايي ګواښونه کموي چې له اندازې د ډېرې ناستې له امله راولاړېږي.
له اندازې ډېره ناسته څومره ده؟
د کالفورنيا پوهنتون دې څېړنې څرګنده کړې ده چې له اندازې ډېره ناسته هغه ده چې په ورځ کې له ۱۱ ساعتونو ډېره وي. خو وړاندې نورو څېړنو ښودلې وه چې د ورځې له اوو ساعتونو ډېره ناسته له اندازې ډېره ده، په دې څېړنو کې ټينګار شوی و چې انسان نه بايد په يو ځل له ۳۰ دقيقو ډېر ناست پاتې شي.
د دې لپاره چې سړی د اوږدې مودې لپاره ناست پاتې نه شي؛ کولی شي د خپلې دندې په کارونو کې ناست او ولاړ شي، يا د تلفون ځوابولو په وخت قدم ووهي او يا له نورو لارو چارو کار واخلي.