د ګټو ټکر، کرملین او سپېنه ماڼۍ د یو بل پر وړاندې
ویلادیمیر پوټین د خپل امریکايي سیال د هغه عمل پر ضد چې امریکا کې یې شتمنۍ کنګل شوي، په روسیه کې د ورته ځوابي ګام اخېستلو لپاره فرمان تصویب کړ.
ددې فرمان له مخې به روسي وګړي دا حق ولري، چې د خپل زیان د جبران لپاره په روسیه کې له امریکايي شتمنیو ګټه واخلي.
د نوي فرمان په اساس، روسان حق لري د امریکا له شتمنیو تر هغې کار واخلي څو یې زیانونه نه وي جبران شوي.
پر اوکراین د روسیې له برید وروسته امریکا د روسیې ۳۰۰ میلیونه ډالره شتمني کنګل او سنا مجلس یې د اپریل په ۲۴ مه اوکراین ته د روسیې له کنګل شویو شتمنیو څخه د مرستو لیږلو طرحه تصویب کړه.