اسلامي امارت: د ایرانۍ غورځېدلې چورلکې خبرونه په وېرې او هیلې سره څاري
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د چورلکې غورځېدو خبرونه په وېرې او هیلې سره څاري.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې چې د ژغورنې ډلې به په بریالیتوب سره د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او د هغوی ملګري وژغوري.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت په دې «سخت حالت» کې د ایران د حکومت او ملت تر څنګ ولاړ دی او هیله لري، چې «یوه بده پېښه» رامنځته نه شي.
د یادونې ده، چې ایراني رسنیو نن مازدیګر خبر ورکړ، چې د دې هېواد د ولسمشر چورلکه په ختیځ آذربایجان ولایت کې پېښې سره مخ شوې او بېړنۍ ناسته یې کړې ده.
بلخوا د ایران حکومت ویاند علي بهادري جهرمي تازه ویلي، چې موږ له سختو او پېچلو شرایطو سره مخ یوو او تر اوسه هیڅ کوم نوی خبر نشته.
#حریت_راډيو