دافغانستان فوتسال ملي لوبډلې په لومړي ځل نړېوال جام ته لاروموندله

دافغانستان فوتسال ملي لوبډلې په لومړي ځل نړېوال جام ته لاروموندله سپورت
د سپټمبر په ۱۴مه د ۲۶ هېوادونو لوبډلو په ګډون د ازبکستان په کوربتوب پیل شي

د افغانستان فوتسال ملي لوبډلې د قرغزستان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د فوتسال نړېوال جام ته لاروموندله.

د هېواد فوتسال لوبډلې نن سهار د فوتسال نړېوال جام ته د لارموندنې په وروستۍ لوبه کې خپل قزغزستاني سیال ته د ۵-۳ ګولونو پایلې سره ماتې ورکړه او په دې سره یې په مستقیم ډول د فوتسال نړېوال جام ته لاروموندله.

ټاکل شوې د فوتسال ۲۰۲۴ نړېوال جام لسم پړاو سیالۍ به د سپټمبر په ۱۴مه د ۲۶ هېوادونو لوبډلو په ګډون د ازبکستان په کوربتوب پیل شي.

افغانستان، فرانسه، نیوزیلنډ او تاجکستان هغه لوبډلې دې چې د لومړي ځل لپاره یې د فوتسال نړېوال جام سیالیو ته لارموندلې.

تړلي موضوعات