په افغانستان کې داسې شرایط نه دي واکمن چې د ملګرو ملتونو لخوا دې د کوم ځانکړي استازي اړتیا وي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په کتنه کې ویلي، د افغانستان اوسني ځمکني واقعیتونه باید درک شي او اوس په افغانستان کې داسې شرایط نه دي واکمن چې د ملګرو ملتونو لخوا دې د کوم ځانګړي استازي اړتیا وي.
مولوي امیرخان متقي ویلي، د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو سره په خبرو بوخت دی، او په دوحه کې د راتلونکې ناستې د اجنډا او ترکیب په اړه له کافي وضاحت وروسته به خپل دریځ څرګند کړي.
ښاغلي متقي زیاته کړې، د افغانستان اړیکې د سیمې له هېوادونو سره مخ په غوړېدو دي او اوسمهال افغانستان د سیمې له نږدې ټولو هېوادونو سره فعال سفارتونه لري.
نوموړي روسیې سره د افغانستان اړیکې مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان اوسني ځمکني واقعیتونه باید درک شي
بلخوا د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې کتنه کې ویلي، هر ډول ناسته چې د افغانستان په اړه جوړېږي، باید د افغان حکومت هوکړه په کې واخیستل شي.
ښاغلي ضمیر کابلوف زیاته کړې، د دوحې په راتلونکې ناسته کې هم مهمه ده چې ملګري ملتونه د افغانستان د حکومت توافق ولري. په خبره يې د افغانستان د حکومت له هوکړې پرته دا لړۍ کومه پایله نه شي لرلای.
نوموړي ټینګار کړی، چې د نړۍ دولتونه د تماس د څو اړخیزو میکانیزمونو پر ځای باید د افغانستان حکومت سره د دوو اړخیزو میکانیزمونو له لارې اړیکې وپالي.
کابلوف په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي متقي ته مسکو ته د سفر بلنه هم ورکړې.