بیرته راستنېدونکو کډوالو ته نوي روغتیايي مرکزونه جوړېږي
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې له استازي لیونارډ زیلو سره په کتنه کې، بیرته راستنېدونکو کډوالو ته د نویو روغتیایي مرکزونو پر جوړېدو خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې ډاکټر قلندر عباد ویلي، په کور دننه مېشتو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو رسولو ترڅنګ بیرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د غوره روغتیایي خدمتونو رسول د دې وزارت دنده ده.
نوموړي په همدې موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې همکارۍ اړینه بللې ده.
له بل لوري د یادې ادارې استازي په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او په دوامداره همکاریو یې ټینګار کړی دی.