افغان کرېکټ لوبډله نن د ایرلنډ پر وړاندې دوهمه یو ورځنۍ لوبه کوي

افغان کرېکټ لوبډله نن د ایرلنډ پر وړاندې دوهمه یو ورځنۍ لوبه کوي سپورت
د راتلونکې سه شنبې په ورځ تر سره شي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د دوبی په شارجه کې د ایرلنډ پر وړاندې په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي. 

له ایرلنډ سره د افغانستان په کوربتوب د کرېکټ لوبو دغه مکمل سریز د تیرې فبرورۍ په ۲۸ مه پیل شوی، چې ټیسټ لوبه ایرلنډ ګټلې خو د یو ورځینو لوبو لومړۍ هغه یې د تیرې پنج شنبې په ورځ افغان کرکټ ملي لوبډلې د ۳۵ منډو په توپیر وګټله. 

ټاکل شوې د پنځوس اوریزو لوبو دوهمه لوبه نن مازدیګر څلور بجې پیل شي او وروستۍ دریمه هغه یې د راتلونکې سه شنبې په ورځ تر سره شي.

تړلي موضوعات