کابل کې ۲۰ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي له منځه وړل شوي
د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره خبر ورکوي، چې د تېرو ۳ میاشتو پر مهال د کابل ښار ټولو ناحیو څخه راټول شوي ۲۰ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي له منځه وړل شوي.
دغه ادره زیاتوي، چې یاد راټول شوي توکي نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې له منځه وړل شوي.
د خوړو او درملو ملي ادرې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر یه کنفرانس کې د هېواد له سوداګرو غوښتي، چې د خوراکي توکو کیفیت او معیار ته د جدي پاملرنه کوي.