خوست کې د سرطاني ناروغیو د کمپلکس جوړولو طرحه منظوره شوې

خوست کې د سرطاني ناروغیو د کمپلکس جوړولو طرحه منظوره شوې روغتیا
د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي

د چارو له ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د رئیس الوزراء ملا محمدحسن اخوند په مشرۍ د کابینې په ۱۶مه غونډه کې په خوست ولایت کې د سرطاني ناروغیو د کمپلکس جوړولو طرحه تائید او منظور شوې ده. 

د خبرپاڼې له مخې په دې غونډه کې د دولتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې په دې اړه جوړه شوې طرحه په دقیق ډول وڅېړي او اړوند ارګانونه دې خپلې چارې پرمخ یوسي. 

په ورته مهال د کابینې په دې غونډه کې پریکړه شوې، چې د کابل ښار د پنځم مکرویانو د چارو د پرمختګ په اړه د کمېټې نظر له سترې محکمې سره شریک او ورته لومړیتوب ورکړل شي. 

دغه راز په دې غونډه کې ادارې کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د کارموندنې ملي پالیسۍ په اړه دې جوړه شوې طرحه له بیا کتنې وروسته د منظورۍ په موخه د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

تړلي موضوعات