نیمروز کې یې نږدې ۷ زره روږدي راټول کړي

نیمروز کې یې نږدې ۷ زره روږدي راټول کړي روغتیا
تر دې مهاله یې د لکونو روږدو درملنه کړې

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د نیمروز ولایت امنیه قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته تر دې مهاله ۶ زره او ۸۰۰ په نشو روږدي کسان د درملنې په موخه ټول کړي دي.

یاد وزارت د نیمروز ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیر له قوله ویلي، چې له یاد شمېر روږدو یې ۳زره تنه د کندهار روغتیايي مرکزونو ته استولي او پاتې نور یې د نیمروز روغتیایي مرکزونو کې بستر دي، چې ډېری یې له تداوي او رغېدو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د درملنې په موخه په نشه یي توکو د روږدو کسانو د راټولولو پروسه پیل کړه، چې تر دې مهاله یې د لکونو روږدو درملنه کړې او بیرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې ادارې پر مهال د ګڼو ناخوالو له کبله شاوخوا درې میلیونه ځوانانو نشو ته مخه کړې وه، چې ګڼ شمېر ځوانانو د بد وضعیت او د هغه وخت حکومت د نه پاملرنې له کبله ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

تړلي موضوعات