ننګرهار کې نږدې دوه ټنه تاریخ تېره توکي راټول شوي

ننګرهار کې نږدې دوه ټنه تاریخ تېره توکي راټول شوي روغتیا
درملتونونه د قانوني اسنادو د نه درلودلو له کبله مهرلاک کړي دي

د خوړو او درملو ملي ادارې خبر ورکړی، چې په ننګرهار ولایت کې له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ کې نږدې دوه ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل راټول شوي دي.

یادې ادارې ویلي، دغه انداره تاریخ تېره توکي په تېرو دوو ورځو کې د ننګرهار ولایت نهمې ناحیې اړوند ثمرخېلو سیمه کې له ۵۵بابه خوراکي توکو مارکېټونو او ۸ بابه درملتونونو څخه د څارنې پرمهال ترلاسه شوي دي.

د دغې څارنې په ترڅ کې ۱۸۰۰ کیلو ګرامه تاریخ تېره خوارکي توکي او ۱۰ کارټنه تاریخ تېره او غیرقانوني درمل ترلاسه او د له منځه وړلو لپاره د یاد ولایت د خوړو او درملو ادارې ته انتقال شوي دي.

یاد ادارې همداراز  ۶ بابه درملتونونه د قانوني اسنادو د نه درلودلو له کبله مهرلاک کړي دي.

تړلي موضوعات