داسې اشعار ولیکئ چې راتلونکو نسلو ته د هېواد د تېرو اتلولیو پيغامونه پکې نغښتي وي

داسې اشعار ولیکئ چې راتلونکو نسلو ته د هېواد د تېرو اتلولیو پيغامونه پکې نغښتي وي اسلام او کلتور
د هېواد د تېرو اتلولیو پیغامونه پکي نغښتي وي

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د ننګرهار ولایت په نرګس ګل مشاعره کې د ګډون پر مهال ویلي، ټول شاعران او د قلم خاوندان دې د اسلام مبارک دین ارزښتونو او افغاني اصیل فرهنګ سره سم شعرونه ولیکي.

ښاغلي خیرخوا همداراز په خپلو خبرو کې د قلم له خاوندانو غوښتي، چې داسې اشعار او لیکنې دې وکړي، چې راتلونکو نسلونو ته د هېواد د تېرو اتلولیو پیغامونه پکي نغښتي وي.

په ننګرهار ولایت کې د نرګس ګل مشاعره په لومړي ځل په ۱۳۹۳ کال کې ترسره شوه، چې اوس هر کال د هېواد د ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او مسؤلینو په شتون کې د دې ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست له لوري ترسره کېږي.

تړلي موضوعات