ملا برادر اخوند د ایران ملي امنیت عالي شورا له رئیس سره کتلي

ملا برادر اخوند د ایران ملي امنیت عالي شورا له رئیس سره کتلي سیاست
ملا برادر اخوند او علي اکبر احمدیان د کتنې پر مهال

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران ملي امنیت عالي شورا له رئیس علي اکبر احمدیان سره کتلي دي.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، چې دا کتنه ایران هېواد کې شوی او دواړه لوري پر سیاسي او اقتصادي اړیکو، سرحد کې پر ښې همغږۍ، د اوبو مدیریت، ترانزېټ او د ایران له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په اړه غږېدلي دي.

ملا عبدالغني برادر په دې کتنه کې ویلي، چې افغانستان او ایران تل په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې ښې او دوستانه اړیکې لرلې دي، چې د تېرو دوو کلونو پر مهال د یادو اړیکو د پياوړتیا او پراختیا لپاره په ګډه ډېرې هڅې شوې دي او دا هڅې لا هم دوام لري.
یاده کتنه کې د ایران ملي امنیت عالي شورا رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر زیاتوالي ټینګار کړی او ملا برادر اخوند ته یې په ایران کې د مېشت افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو او له هغوی سره د ښه سلوک په اړه ډاډ ورکړی.
اقتصادي معاونیت پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغان کډوالو کوربه توب له امله له ایران هېواد مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې ایران د مهاجرینو په اړه اسلامیت، بشریت، ګاونډیتوب او د هغوی حقوق او نورمونه پېژني.

یاده دې وي، چې وړمه ورځ د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لوړ پوړی افغان پلاوی ایران هېواد ته تللی او هلته یې د بېلابېلو برخو چارواکو سره کتلي دي او سفر یې لا دوام لري.

تړلي موضوعات