د امریکا ولسمشر: اوکرایین به د ناټو غړی نه شي

د امریکا ولسمشر: اوکرایین به د ناټو غړی نه شي نړۍ
انځور ارشیف

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروث سوشیال لیکلي، اوکرایین به بېرته کریمیا تر لاسه نه کړي او نه به د ناټو غړی شي.

ګارډین راپور کې ویلي، ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال وکړې، چې اروپايي مشران په واشنګټن کې سره راټولیږي او دغه څرګندونې د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي لپاره سخت ګوزار دی.

ټاکل شوې ټرمپ نن دوشنبه واشنګټن ډي سي کې د زیلینسکي په ګډون له اروپايي ملاتړو سره د اوکرایین سولې په اړه لیدنه وکړي.

ټرمپ د الاسکا له پټې هوکړې وروسته ویلي، د اوکرایین سولې تړون شرایط باید ومنل شي او دا د زیلینسکي په واک کې ده.

د چارو کارپوهان وايي، اوکرایین چې د ناټو غړتوب ترلاسه کولو له امله له ۱۲۷۱ ورځو راهیسې د روسیې تر بریدونو لاندې راغلی دا مهال د الاسکا پټې هوکړې اړ کړی د سولې په بدل کې ډېر څه له لاسه ورکړي.

په ټوله کې باور دا دی، چې امریکا د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره اوکرایین د ناټو غړیتوب ته و هڅاوه اوس ټرمپ هڅه کوي د نوبل جایزې او خپل سټېج ساتنې لپاره د اوکرایین سوله په خپل نوم ثبت کړي.

تړلي موضوعات