افغانستان د اوړو تولید برخه کې ۶۰ سلنه ځان بسیاینې ته رسېدلی

افغانستان د اوړو تولید برخه کې ۶۰ سلنه ځان بسیاینې ته رسېدلی افغانستان
انځور ارشیف

اقتصادي معاونیت وايي، افغانستان اوسمهال د خپلې اړتیا وړ ۶۰ سلنه اوړه په کور دننه تولید وي.

 یاد معاونیت زیاته کړې، په هېواد کې د اوړو تولید ۲۰۰ فابریکې فعالیت کوي، چې یو میلیون ټن اوړه د یادو ۲۰۰ فابریکو او پاتې نور د اطرافي ژرندو په واسطه تولیدیږي.

 سرچینه وايي، افغانسان په کلني ډول شاوخوا ۶ میلیون ټنه اوړو ته اړتیا لري، چې له ډلې یې ۳ اعشاریه ۵ ټنه یې په کور دننه تولیدیږي.

 یاد معاونیت زیاته کړې، اسلامي امارت هر کال د غنمو حاصلاتو په وخت کې له بزګرانو اضافي غنم په مناسبه بیه پیري او په امارتي سېلو ګانو او زېرمو کې یې ساتي چې دا بیا د اړتیا پر مهال بازار ته وړاندې کوي.

 یاده دې وي، چې اسلامي امارت د اوړو سکټور د پیاوړتیا او ملاتړ په موخه له بهر څخه د غنمو پر وارداتو تعرفې کمې کړي او له هېواد څخه یې د غنمو پر قاچاق بندیز لګولی.

تړلي موضوعات