د غبرګولي میاشتې په پرتله چنګاښ کې د صادارتو کچه نږدې ۵۰سلنه زیاته وه

د غبرګولي میاشتې په پرتله چنګاښ کې د صادارتو کچه نږدې ۵۰سلنه زیاته وه سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ارشیف

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، د روان ۱۴۰۴ کال د غبرګولي میاشتې په پرتله د چنګاښ میاشت کې د افغانستان په صادراتو کې ۴۹.۹ میلیونه ډالر زیاتوالی راغلی.

یادې ادارې چنګاښ میاشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۴ میلیون ډالر  ښودلی، په داسې حال کې چې غبرګولې میاشت بیا دا کچه ۶۳.۱ میلیون ډالرو ته  پورته شوې ده.

همداراز چنګاښ میاشت کې د افغانستان واردات یو میلیارد او ۱۹۱.۱ میلیون ډالرو ته پورته شوي، خو په غبرګولي میاشت کې بیا د وارداتو کچه ۹۳۷.۲ میلیون ډالرو ته رسېده.

دې موده کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او تاجکستان ته شوي او واردات بیا له ایران چین او پاکستان شوي دي.

تړلي موضوعات