تېر کال امارتي شرکتونو ۶۸.۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

تېر کال امارتي شرکتونو ۶۸.۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي سوداګرۍ او اقتصاد
هېواد کې بېرته فعاله شوي دولتي شرکتونه

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، دا مهال په هېواد کې ۳۴فعال ۷ نیمه فعال او ۳ غیر فعال امارتي شرکتونه شتون لري.

اقتصادي معاونیت ویلي، دغه شرکتونه د برېښنا تولید او وېش، ودانیزو توکو تولید، کانونو کېندنې، نفتي توکو تورید او وېش، کیمیاوي سرې او کرنیزو تخمونو تولید، د پنبې پروسس او غوړیو تولید، د ګازو استخراج او تصفیې د خوراکي توکو تورید او وېش برخو کې فعالیت کوي.

دغه راز یاد شرکتونه د بار وړلو او ټرانسپورټ ، بندري خدماتو، مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو، معتبرو سندونو چاپ، د غنمو ذخیره کولو او یو شمېر نورو برخو کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې تېر کال یادو شرکتونو ۶۸.۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي او دا مهال ۳۴زره هېوادوال په کې په کار بوخت دي.

تړلي موضوعات