هرات کې ۵ زره راستانه شوي په دندو وګمارل شول

هرات کې ۵ زره راستانه شوي په دندو وګمارل شول افغانستان
انځور ارشیف

د هرات ولایت مقام ویلي، تر اوسه پورې شاوخوا ۵ زره را ستانه شوي هېوادوال د صنعتي ښارګوټي په فابریکو او تولیدي شرکتونو کې په کار ګومارل شوي دي.

خبر پاڼه کې راغلي، د استخدام لړۍ روانه ده او ټاکل شوې چې ۱۰ زره تنه نور هم په بېلابېلو فابريکو کې په کار وګومارل شي.

یاده دې وي، چې د اسلامي امارت مسؤلینو له ګاونډيو هېوادونو د کډوالو را ستنېدو په مهال ژمنه کړې وه، چې د نورو خدمتونو سربېره به دوی ته په کور دننه د کار زمینه برابره شي.

تړلي موضوعات