د کابل او بیشکک ترمنځ په ډيپلوماتیکو اړیکو بحث وشو

د کابل او بیشکک ترمنځ په ډيپلوماتیکو اړیکو بحث وشو افغانستان
قزاقي چارواکو سره په بېلابېلو مسایلو خبري شوې

قرغیزستان کې د افغانستان سفارت وايي، د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له مل پلاوو سره د قرغیزستان- روسیې اووم اقتصادي فورم کې ګډون کړی.

 یاد سفارت وايي، افغان پلاوي د قرغیزستان لومړي وزیر ادیلبېک الېشوویچ او د دې هېواد د یو شمېر وزیرانو، د سیمې د پلاوو له مشرانو او په کوربه هېواد کې د ځینو هېوادونو له سفیرانو سره هم وکتل.

 سرچینې ویلي، په دغو کتنو کې د افغانستان او قرغیزستان په دوه اړخیزو اقتصادي او سوداگریزو اړیکو سربېره د پانگې اچونې، سوداگریزو همکاریو او همدارنگه د ډيپلوماټیکو او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا او پرمختگ او دوه اړخیزو گډو گټو اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې.

 یاده دې وي، چې د روسیې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې پرېکړې وروسته افغان ډیپلوماتانو د نورو هېوادونو له لوري د ورته اقدام یادونه وکړه او پرته له نوم ښودلو یې ویلي و، چې نور هېوادونه به هم لکه د روسیې په څېر ډیر ژر ورته پرېکړې وکړي.

تړلي موضوعات