ملا برادر اخوند د ازبکستان د انرژۍ وزیر سره کابل کې کتلي

ملا برادر اخوند د ازبکستان د انرژۍ وزیر سره کابل کې کتلي افغانستان

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف او راغلي پلاوي سره کابل کې کتلي دي.

اقتصادي معاونیت وايي، چې د دې لیدنې پر مهال دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو او په ځانګړي ډول د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

کتنه کې د ازبکستان وزیر ویلي، چې د ازبکستان ولسمشر د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ثبات غوښتونکی دی او په همدې موخه د تاشکند او کابل ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا او د همکاریو زیاتوالي ته ځانګړې پاملرنه کوي.

نوموړي ډاډ څرګند کړی، ازبکستان چمتو دی چې د انرژۍ، کرنې، کانونو، صنعت، روغتیا او د متخصصینو روزلو په برخه کې له افغان لوري سره خپلې تجربې شریکې کړي.

د یادونې وړ ده، چې نن د افغانستان برېښنا شرکت او د ازبکستان انرژۍ وزارت ترمنځ د ۲۴۳میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا څلور مهمو پروژو تړونونه لاسلیک شول.

تړلي موضوعات