کندوز کې بهرني سیلاني ته د ضرر رسولو له امله یو تن ونیول شو

کندوز کې بهرني سیلاني ته د ضرر رسولو له امله یو تن ونیول شو افغانستان
کندوز کې بهرنیو سیلانیانو ته د ضرر رسولو په تور نیول شوی کس

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي، کندوز ولایت کې یې هغه کس نیولی، چې یو بهرني سیلاني ته یې د ضرر رسولو هڅه کوله.

د امربالمعروف وزارت ویاند سیف السلام خیبر ویلي، نوموړي کس د اسلامي افغاني کلتور خلاف په عام بازار کې غیراخلاقي حرکتونه ترسره کول.

هغه ویډیو چې ټولنیزو رسنیو کې پرې ګڼې تبصرې هم شوې لیدل کیږي، چې یو بایسکل چلوونکی هڅه کوي، کندوز ښار کې روانو بهرنیو سېلانیانو ته ځان نږدې کړي.

امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت زیاته کړې، چې یاد وزارت افغاني کلتور خلاف کړنو پر وړاندې جدي دی او ټولو ته یې خبر داری ورکړی، چې له دا ډول کړنو لا په سر شي.

تړلي موضوعات