له کندهاره بهر ته د انځرو صادارت پیل شول
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، دغه لړۍ نن دوشنبه د یو سوداګر له لوري سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د ۱۰۰ ټنه انځرو په صادرلو سره پیل شوه.
د یاد ریاست ویاند محمد حنیف حقمل ویلي، د کندهار انځر د خپل ځانګړي کیفیت او خوږوالي له کبله عربي هېوادونو کې ښه نوم لري او ورځ تر بلې یې بهرنیو هېوادونو کې غوښتنه زیاتیږي.
ښاغلي حقمل زیاته کړې، راتلونکو میاشتو کې به د انځرو تر څنګ د کندهار نورې وچې او تازه مېوې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته صادرې شي.
د یادونې ده، چې کندهار کې په ۱۵زره هکټاره ځمکه د انځرو بڼونه کرل شوي، چې سږ کال یې حاصلاتو کې ۴۰سلنه زیاتوالی راغلی.