د کابل او بیشکک ترمنځ د سوداګرۍ دوه مهمې هوکړې لاسلیک شوې
قرغزستان ته د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د سفر پر مهال د یاد هېواد د سوداګرۍ او اقتصاد وزیر باکیت صدیقوف سره کتلي.
قرغزستان کې د افغانستان سفارت ویلي، دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګریزو او اقتصادي مسائلو سربېره دوه مهم سوداګریز سندونه هم لاسلیک کړي.
ټاکل شوې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دې سفر پر مهال ایسیک کول اقتصادي فورم کې هم ګډون وکړي.
د یادونې ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ایسیک کول اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه قرغزستان ته تللی.