نورستان کې د څه باندې ۳میلیونه افغانیو په ارزښت بېروج پلورل شوي
د نورستان ولایت نورګرام ولسوالۍ له کانونو ترلاسه شوي ۱۰ کیلو بېروج د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.
د نورستان ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست ویلي، دغه اندازه قیمتي ډبرې یې د ۳میلیونه او ۲۵ زره افغانیو په ارزښت پلورلې، چې له دې ډلې یې ۳۰۲ زره ۵۰۰ افغانۍ د دولتي عوایدو په توګه ملي خزانې ته جمع شوې دي.
د نورستان ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس سیدالرحیم عمیر د دې داوطلبي موخه د روڼتیا زیاتوالی، له فساد مخنیوی او د ملي عوایدو لوړول یاد کړي.
نوموړي زیاته کړې، نورستان کې د کانونو او طبیعي سرچېنو قانوني کېندنې غوره مدیریت هڅې دوام لري او د کانونو ریاست اړوند بنسټونو سره په همکارۍ یاده برخه کې د لا زیاتې پانګونې د جلب هڅې کوي.
تر دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي وه، چې د افغانستان کانونو مدیریت او غیرقانوني کیندنو مخنیوي لپاره یې ځانګړي پروګرامونه ترتیب کړي دي.