د بندیانو خوشې کېدو لپاره دې حماس سره سوله وشي

د بندیانو خوشې کېدو لپاره دې حماس سره سوله وشي نړۍ
اسرائیلو کې د حکومت لاریونونه پیل شوي

رویټرز خبري اژانس راپور کې ویلي، په ټول اشغالي فلسطین کې زرګونو اسرائیلیانو لاریون کړی او له نتانیاهو یې غوښتي، چې د سولې او بندیانو خوشې کېدو لپاره دې له حماس سره د سولې یوې هوکړې ته ورسیږي.

اژانس وايي، لاریون کوونکو پرون یکشنبه بیت المقدس او تل اویو کې لویې لارې بندې کړې وې.

د صهیونېست رژیم پولیسو ویلي، تل ابیب کې لاریون کوونکو له پولیسو سره فزيکي شخړه کړې او د ماسپښین تر ۲ بجو ۳۸ لاریون کوونکي نیول شوي دي.

خو د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، په داسې وخت کې د جګړې پای ته رسولو غوښتنې له حماس سره مرسته ده او دی به د پوځ پرېکړه، چې موخه یې د ټولې غزې اشغال ده، پلې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلو په غزه کې د پراخو عملیاتو پیلول تصویب کړي او تازه یې خبرداری ورکړی، چې د دې تړانګې شمالي برخې اوسېدونکي جنوبي برخې ته انتقال کړي، خو حماس دا کار یوه دوکه بولي، چې موخه یې د فلسطینيانو بې ځایه کول دي.

تړلي موضوعات