نیویارک کې وسله والو ۱۲ تنه په نښه کړي
د امریکا نیویارک کې څلورو وسله والو برید کړی او درې تنه یې ځای پر ځای وژلي او ۹ نور ټپیان دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور کې ویلي، پېښه پرون یکشنبه بروکلین کې شوې او وسله والو بېلابېلې وسلې کارولې دي.
سرچینه وايي، وسله والو په یوې ګڼه ګوڼې ډک کلب برید وکړ او له پېښې وروسته ۳۶ کارتوس موندل شوي.
پولیس د بریدګرو په نیولو نه دي بریالي شوي خو وايي، د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.
په دې وروستیو کې امریکا د ګڼو وسله والو بریدونو شاهده ده، مېشت خلک یې د پېښو ډېروالي له امله په چارواکو نیوکې کوي او حکومت یوازې په ژمنو تکیه کړې.