حماس د غزې جنوب ته د خلکو لېږد پلان ښکاره فرېب بللی

حماس د غزې جنوب ته د خلکو لېږد پلان ښکاره فرېب بللی نړۍ
انځور ارشیف

غزه کې د حماس جهادي غورځنګ ویلي، د اسرائیلو له لوري د غزې له شماله جنوب ته د  خلکو لېږد پلان زور زیاتی دی.

 یاد غورځنګ تازه د اسرائیلو دې پلان ته په غبرګون ویلي، د خلکو لېږد پلان ښکاره دوکه ده چې زرګونه خلک به بې کوره شي.

 رویټرز خبري اژانس دغه خبر خپور کړی او د یاد غورځنګ په حواله یې لیکلي، د غزې جنوب کې د خېمو او نورو سرپناوو جوړول د خلکو لپاره یوه پلمه ده چې موخه یې د فلسطینیانو بې ځایه کول دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلو څو ورځې وړاندې د بشپړې غزې اشغال په موخه د نویو عملیاتو پیلولو پرېکړه تصویب کړه.

تړلي موضوعات