د غزې خونړي جګړه، شپږ میاشتو کې نږدې ۵۴ زره فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د غزي رسنیو مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي، غزه کې د اشغالګر رژیم له لوري د پرلپسې بریدونو له کبله د روان کال مارچ له ۱۸مې بیا د اګسټ تر ۱۷مې شاوخوا ۵۴زره فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
یاد مرکز ویلي، دې موده کې ۱۰زره ۳۶۲تنه شهیدان او ۴۳۶۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
دې حساب ته په کتو په غزه کې هره ورځ په اوسط ډول ۳۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د یادونې ده، چې غزه کې د ۲۰۲۳ کال اکتوبر اوومې راهیسې ۲لکه ۱۷زره ۵۵۷تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له ډلې یې۶۱زره ۸۹۷تنه شهیدان او ۱۵۵زره ۶۶۰ نور ټپیان دي.