د برېښنا تولید سترې پروژې چارې له هرات ولایت پیلیږي

د برېښنا تولید سترې پروژې چارې له هرات ولایت پیلیږي بیارغونه او پراختیا
انځور ارشیف

د هرات ولایت مقام خبر ورکړی، چې هېواد کې د ۱۰زره میګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید سترې پروژې چارې به له هرات ولایت پیل شي.

د هرات ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي، لومړي ګام کې به یاد ولایت کې د ۸۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید چارې پیل شي.

ویل کیږي، چې د یادې طرحې د پرمخ وړلو لپاره د هرات والي، میرویس عزیزي شرکت استازو او اوبو او انرژي وزارت پلاوي ترمنځ بحثونه هم شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د عزیزي شرکت څه موده وړاندې افغانستان کې د ۱۰ میلیارد ډالرو په پانګونې سره د ۱۰زره میګاواټه برېښنا د تولید قرار داد لاسلیک کړ.

تړلي موضوعات