کابل کې د لومړي ځل لپاره د یوې ۳۴ پوړیزې ودانۍ نقشه ومنل شوه

کابل کې د لومړي ځل لپاره د یوې ۳۴ پوړیزې ودانۍ نقشه ومنل شوه بیارغونه او پراختیا
کابل کې جوړېدونکي ۳۴پوړیزه ودانۍ

کابل ښاروالۍ وايي، په تېره یوه اونۍ کې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو نقشو د ویزه کولو د ځانګړې کمېټې له لوري تر اصلاح او ارزونې وروسته په کابل ښار کې د ۴۵ استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو نقشې ویزه او تائید شوې دي.

په دې نقشو کې په لومړي ځل د هوایي ډګر سړک په اوږدو کې د یوې ۳۴ پوړیزې ودانۍ نقشه ویزه او تائیده شوه چې، څلور پوړه به یې د ځمکې لاندې وي.

د کابل ښاروالۍ مسؤلینو ویلي، ټولې نقشې له ښاري نورمونو او معیارونو سره برابرې ډیزاین شوي او د هر ډول تاسیساتو لپاره د رسمي جواز اخیستل حتمي دي.

سرچینې زیاته کړې، کابل ښاروالۍ د ماسټر پلان پلي کېدو ته ژمنتیا لري په ښار کې د هر ډول قانوني ودانیو له رغولو څخه چې، د ښار د اقتصادي ودې او کاري بوختیاوو رامنځته کېدو سبب ګرځي ملاتړ کوي.

هېره دې نه وي، چې په تېرو څلورو کلونو کې ښاري پراختیا او ودانیزو چارو ته ځانګړې پاملرنه شوې او عام خلک تل ټینګار کوي، چې دغه لړۍ دې د ټاکل شوي معیار له مخې ترسره شي.

تړلي موضوعات