یو بله هیله پوره شوه ، د پاشدان بند پروژه بشپړه شوه

یو بله هیله پوره شوه ، د پاشدان بند پروژه بشپړه شوه بیارغونه او پراختیا
انځور ارشیف

اقتصادي معاونیت وايي، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن پنجشنبه د هرات کرُخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

اقتصادي مرستیال په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د غه پروژه د هرات ولایت لپاره حیاتي وبلله او ویې ویل، په دې سره به په دغه ولایت کې د وچکالۍ اغېزې راکمې او د بزګرانو ستونزې به حل شي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت هوډ کړی چې د هېواد اقتصادي وضعیت په رښتینې معنی پياوړی او د نورو له احتیاج خلاص کړي.

اقتصادي مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت غواړي له خپلو ټولو طبیعي سرچینو څخه سالمه استفاده وکړي او د چا د حق اخیستلو هوډ نه لري.

د یادونې ده، چې پاشدان بند د ۵۴ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو، د ۱۳ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو او دوه میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري، چې زرګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره کړي.

تړلي موضوعات