د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د برېښنا څلور پروژو تړونونه لاسلیک شول
د افغانستان برېښنا شرکت رئیس او د ازبکستان انرژۍ وزیر ترمنځ د ۲۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا څلور مهمو پروژو تړونونه لاسلیک شول.
دغو پروژو کې د ۱۰۰۰میګاواټه په ظرفیت د سرخاب – دښت الوان ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي، د ۸۰۰ میکاولټ امپیر په ظرفیت د ارغندې سب سټېشن پراختیا، د ۸۰۰میګاواټه په ظرفیت د کابل شیخ مصري ۲۲۰ کیلولټ برېښنا لېږد مزي او د ۱۲۶ میګاولټ امپیر په ظرفیت د ننګرهار شیخ مصري سب سټېشن جوړول شامل دي.
دغو مراسمو کې د ازبکستان انرژۍ وزیر جورابیک میرزامحمدوف دغه پروژې د افغانستان صنعتي سکټور لپاره مهمې بللې او ټینګار یې کړی، چې د ازبکستان دولت د افغانستان بیاروغونې ملاتړ کوي.
نوموړي ژمنه کړې، چې ازبکستان به له خپلو ټولو ظرفیتونو په استفادې په ټاکلي وخت او معیاري ډول د یادو پروژو پلي کولو هڅې وکړي.
بلخو د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالباري عمر ویلي، دغه پروژې به د ۱۸ میاشتو په موده بشپړې شي.