هرات کې ۴۱میلیونه ډالرو په لګښت د برېښنا درې پروژو تړونونه لاسلیک شول

هرات کې ۴۱میلیونه ډالرو په لګښت د برېښنا درې پروژو تړونونه لاسلیک شول بیارغونه او پراختیا
هارت کې د برېښنا درېیو پروژو قرار دادونه لاسلیک شول

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د یاد شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۴۱میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا سکټور کې درې مهم تړونونه لاسلیک شوي.

برېښنا شرکت ویلي، دې قرار دادونو کې له نورالجهاد سب سټېشن تر هاشمي پل د ۲۲۰ برېښنا مزي تمدید، د پل هاشمي او کب ۲۴مې شهیدانو سب سټېشنونو جوړول او نور الجهاد سب سټېشن کې د "B" مزي پراختیا شامل دي.

د یاد شرکت مسئولینو ویلي، دغه پروژې د هېواد لوېدیځ کې د برېښنایي زېربناوو په ښه والي کې مهم رول لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د برېښنا شرکت هرات کې خصوصي سکټور سره د لمریزې او بادي برېښنا دوه نور مهم قرار دادونه لاسلیک کړي.

تړلي موضوعات