غزني کې د درېیو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې
د ښوونځیو دغه ودانۍ د یاد ولایت لرې پرته اجرستان ولسوالۍ کې د ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې.
د غزني ولایت مقام ویاند عزت الله سعیدي حریت راډیو ته ویلي، یاد ښوونځي د جاپان په مالي مرسته جوړ شوي، چې هر یو یې شپږ درسي او یوه اداره خونه، د پاکو اوبو سیسټم، احاطه او برېښنا لري، چې ۶۰۰ زدهکووونکو ته په کې د زدکړو زمینه برابره شوې.
غزنی لا هم د هغو ولایتونو په ډله کې دی چې ګڼ شمېر ښوونځي یې معیاري ودانۍ نه لري او زدکوونکي یې تر شنه اسمان لاندې او یا په خېمو کې زدکړې کوي.