د افغان کرېکټ ۱۹ کلنه ملي لوبډله په نړېوال جام کې نن له پاکستان سره لوبه کوي

د افغان کرېکټ ۱۹ کلنه ملي لوبډله په نړېوال جام کې نن له پاکستان سره لوبه کوي سپورت
دغه سیالۍ به د افغانستان پر وخت په ۱۲:۳۰ پیل شي

د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله د ۱۹ کلنو نړېوال جام سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې نن شنبه د مرغومي په ۳۰مه نېټه د پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.

دغه سیالۍ به د افغانستان پر وخت په ۱۲:۳۰ پیل شي.

د ۲۰۲۴کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړېوال جام سیالۍ د سویلي افریقا په ایسټ لندن ښار کې ترسره کېږي.

د افغانستان لوبډله به د جنوري په ۲۳مه ڼېټه له نیوزلینډ او د جنوري په ۲۶مه نېټه به له نیپال لوبډلې سره ولوبېږي.

تړلي موضوعات