له نړۍ سره د افغانستان اړیکې عادي دي

له نړۍ سره د افغانستان اړیکې عادي دي سیاست
اسلامي امارت دا مهال په ۱۷ هېوادونو کې سفارتونه لري

د ریاست الورزاء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د احسن العلوم مدرسې فارغینو دستار بندي په مراسمو کې ویلي، له نړۍ سره د افغانستان اړیکې عادي پر مخ روانې دي.

مولوي عبدالکبیر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له نړۍ او په ځانګړي ډول ګاونډیانو سره ښې، حسنه او په متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت دا مهال په ۱۷ هېوادونو کې سفارتونه لري او دغو هېوادونو په عمل کې اسلامي امارت په رسمیت هم پېژندلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د احسن العلوم مدرسې څخه ۳۰ تنه د حدیث دورې څخه فارغ شول.

تړلي موضوعات